دیمن پلازمنې صنعا د نیولو لپاره دخلیج عربي هیوادونو چمتوالی نیولی

دخلیج عربي هیوادونو په زرګونه خپل سرتیري د ماریب ولایت ګډې پولې یو سل شل کیلو متری سره په زرګونه سرتیري ځآی پر ځای کړي دي او غواړي چې په صنعا برید وکړي. د اماراتو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي: دوی نږدې څلور زره سرتیري یمن ته استولي دي. د منصور هادي د پوځ یوه قومندان هم ویلي، ایتلاف له دوی سره د ډيرې درنې وسلې مرسته کړې ده.

جنرال قاسم الشدادي: ” ریښتین ولي خو داده چې عرب وروڼو د ایتلاف په په کړۍ کې له مونږ سره ډیره مرسته کړې ده له دریو زرو ډیرو یمني سرتیرو ته یې روزنه ورکړې او په درنو وسلو یې سنبال کړي دي او نن به دا روزل شوي سرتیري خپله وړتیا د جګړې په ډګر کې ښکاره کوي.”

پر یمن د عربي ایتلاف له لوری هوایي بریدونه د مارچ په میاشت کې د منصور هادي د حکومت بیرته راګرځولو په موخه پیل شوي، د نړیوالې ټولنې له نیوک سره سره تر اوسه هم پر ملکي ودانیو او تاسیساتو بریدونه دوام لري او ددې جګړې د بندلو په موخه خبرو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *