خونړۍ تبې په هرات کې ۱۱ تنه ووژل

په دغې ناروغۍ اخته کس شدیده تبه لري او وینه ضایع کوي چې په مرګ یې تمامیږي.په دغې ناروغۍ اخته کس شدیده تبه لري او وینه ضایع کوي چې په مرګ یې تمامیږي.

په هرات کې چارواکي وايي د کریمین-کانګو په نامه تبې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه کړيدي او لسګونه نور پرې اخته شوي دي.

په دغې ناروغۍ اخته کس شدیده تبه لري او وینه ضایع کوي چې په مرګ یې تمامیږي.

ډاکټران وايي، د کریمین-کانګو مرض، له زړو حیواناتو او څاریو نه پېدا کیږي او انسان ته انتقالیږي.

چې په لویدیځ کې د دغه مرض د مخنیوي لپاره یوه بیړنۍ ډله جوړه شوې ده.

په هرات کې د عامې روغتیا چارواکي وايي چې شاید دغه مرض د لوی اختر په ورځو کې چې ډېر څاروي په کې حلالیږي، نور هم زیات خپور شي.

د هرات د حوزوي روغتون سرپرسته ډاکټره ملکه پیغام وايي چې په روان کال کې په هرات کې ۷۵ تنه په دغه مرض اخته شوي چې ۱۱ تنه یې مړه شوي دي.

هغه وايي که تر لوی اختر مخکې د دغه مرض په اړه خلکو ته ښه معلومات ورکړل شي، شاید په مخنیوي کې یې څه ناڅه مرسته وکړي.

د هرات د عامې روغتیا ډاکټر احمد امیر نژاد له هراتیانو غواړي چې د څاریو د حلالولو پر مهال دې دستکشې په لاسونو کړي، پوزک دې وتړي او داسې نور وقایوي کارونه دې وکړي چې د مرض د خپرېدو او پېدا کېدو مخه ونیول شي.

په همدې حال کې، د هرات د کرنې او مالدراۍ ریاست وايی چې د دغه ولایت په ۵۶ کلیو کې د کریمین-کانګو د مرض د علتونو پېدا کول او ورکول پیل کړي دي.

د دغه ریاست مشر ډاکټر خلیل واعظ وايي چې له امنیتي ځواکونو یې هم غوښتي چې تر اختر مخکې او د اختر په ورځو کې دې نور څاروي نه پرېږدي چې، له کلیو او بانډو څخه ښار ته راوستل شي.

په هرات کې د روغتیا د برخې چارواکي اندېښمن دي چې شاید نور کسان هم په دغې ناروغۍ اخته شي.

د کریمین-کانګو ناروغي له شاوخوا اوو کلونو راهیسې په هرات کې پېدا شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *