ننګرهار كې ۱۰ تنه وسله وال نيول شوي
ننګرهار كې ۱۰ تنه وسله وال نيول شوي
ننګرهار كې ۱۰ تنه وسله وال نيول شوي د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې د داعش ډلې د دوو غړو په ګډون یې ۱۰ تنه وسله وال مخالفین نیولي دي.
د دوى په وينا، یاد کسان په تېرو درېیو ورځو کې د ملي امنیت ادارې له لوري نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي تېر مازيګر د یوې خبري غونډې په مهال وویل، چې د ملي امنیت ځواکونو په تېرو درېیو ورځو کې د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار په ګډون د مومند درې، سره رود او بهسودو ولسوالیو په اړوندو کې ۱۰ تنه وسله والو مخالفین نیولي دي.
هغه زیاته کړه، د یادو کسانو له ډلې دوه تنه یې د داعش ډلې غړي دي او نور یې هغه کسان دي، چې د ماینونو په انتقال، ځای پرځای کولو او وروستیو ترهګریزو پېښو کې يې لاس درلود.
عبدالزي دغه راز وویل، چې د ملي امنیت موظفینو په یاده موده کې د هیرويینو او لرګیو د قاچاق په تور هم دوه کسان نیولي، چې لرګي او هیرويین هم ورسره نیول شوي دي.
چارواکي وايي، چې د نیول شویو ټولو کسانو قضیې د ملي امنیت په اداره کې تر غور او څېړنو لاندې دي.