یونما له افغانستان سره نړیوالې مرستې ‘حیاتي’ بولي
یونما له افغانستان سره نړیوالې مرستې ‘حیاتي’ بولي
نیکولاس هیسم وویل، افغانان د روانې جګړې له ناخوالو تر پزې راغلي، او د جګړې ولسي تلفات په روان ۲۰۱۵ کال کې ډېر شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) مشر نیکولاس هیسم امنیت شورا ته د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، افغانستان بشپړ ټیکاو ته د رسېدو لپاره لاهم پر نړیوالو مرستو تکیه کوي.
نوموړي له افغانستان سره د نړیوالو پرله پسې ‘حیاتي’ وبللې.
نیکولاس هیسم وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره د مخامخ خبرو غوښتونکی دی:
“زه دافغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو غوښتنه بیا تکراروم. د افغانستان جګړه ځپلي خلک د دوامدره سولې غوښتنه کوي او دغه ولس د سولې لایق دی.”
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي استازي ویلي، د ټولو هغو هڅو ملاتړی دی، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ او د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې په هڅو په دې هېواد کې د تلپاتې سولې لامل کېږي.
یونما په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، نیکولاس هیسم د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته دخپل راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، افغانان اوس له یوه ناڅرګند حالت سره مخامخ دي، او ګڼ افغانان له همدې کبله له هېواده د وتلو لارې لټوي:
” د نړیوالې ټولنې د دوامداره ملاتړ یوه اشاره کولی شي دغه اوسنۍ بې باوره فضا، چې د یوشمېر افغانانو د وتلو لامل شوې، بهتره کړي.”
نوموړي وویل، افغانان د روانې جګړې له ناخوالو تر پزې راغلي، او د جګړې ولسي تلفات په روان ۲۰۱۵ کال کې ډېر شوي دي.