په يمن کې د سعودي پنځه سرتېري وژل شوي
په يمن کې د سعودي پنځه سرتېري وژل شوي
څه موده وړاندې په يمن کې د متحدو عربي اماراتو او سعودي عربستان په لسګونو سرتېري وژل شوي وو
د سعودي په مشرۍ ايتلافي ځواکونه له تېرو پنځو مياشتو يمن کې پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونه کوي، دغه ايتلاف د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي چې اوس مهال سعودي کې دی ملاتړ کوي.
ايتلافي ځواکونو پرون (يکشنبې ۱۳ سپټمبر) په مارب کې د حوثي ځواکونو پر وړاندې پوځي عمليات ترسره کړي وو.
متحدو عربي اماراتو هم ويلي چې يو سرتېری يې د تېرې ورځې په عملياتو کې وژل شوی دی.
څه موده وړاندې په يمن کې د متحدو عربي اماراتو او سعودي عربستان په لسګونو سرتېري وژل شوي وو او متحدو عربي اماراتو وايي دغه پوځيان د دندې ادا کولو پر مهال وژل شوي او په تړاو يې درې ورځنۍ وير اعلان کړی و.
د ملګرو ملتونو په وينا له مارچ مياشتې راهيسې د يمن شخړو کې تر ۴۵۰۰ زيات کسان وژل شوي چې وايي له ۲۱۱۰ زيات په کې ولسي وګړي دي.
پر پلازمېنه صنعا د حوثي ياغيانو له ولکې وروسته ولسمشر منصور هادي عدن ښار ته ولېږدېد خو د عدن پر لور د ياغيانو له پرمختګ وروسته سعودي عربستان ته ولاړ.
سعودي عربستان څو ځلې د حوثي ياغيانو د پرمختګ خلاف خبراداری ورکړی، خو بیا يې پوځي عمليات پیل او يو شمېر سيمې يې له حوثي ياغيانو بېرته ونيولې.