په سوریی کی د دوو تروریستی چاودنو له کبله په لسګونو تنه وژل شوی دی

د سپتامبر د میاشتی په ۱۴ مه نیټه د سوریی د آل خسکه په ښار کی د دوو تروریستی چاودنو له کبله تر ۴۰ تنو ډیر خلک وژل شوی او لسکونه تنه نور ټپیان شوی دی.

په دی هکله د RT خبری آژانس د خبر له مخی ویل کیږی، چی د سپتامبر د میاشتی په ۱۴ مه نیټه د سوریی د آل خسکه په ښار کی ځان وژوونکو تروریستانو چی اټکل کیږی، د « اسلامی دولت » د ډلی غړی وو، دوه موټرونه چی د چاودیدونکو توکو ډک وو، وچاودول.

څه موده مخکی د سوریی وسله وال پوځ او کردی ملیشه ځواکونو په دغه مهم ښار کی چی د ترکیی سره په پوله کی نژدی پروت دی، د « اسلامی دولت » د ډلی غړی په شا تمپولی دی. که د آل خسکه ښار د تروریستانو تر کنترول راشی نو د هیواد ډیری شمالی سیمی، په ختیځ کی د عراق د پولو څخه د ترکیی تر لویدیزو پولو پوری به د جنګیالیو په کنترول کی شی.

د سوریی وسله وال پوځیان او کردی ملیشه د ښار څخه د دفاع په موخه هر دم چمتو او تیارسی ولاړ دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *