په افغانستان کي د خوراکي محصولاتو لومړنۍ نندارتون پرانستل شو په دي مراسمو کي د کرهني او مالداری وزير ددي وزارت موخي، د کرهنيزو محصولاتو ميکانيزه کول، د ابو لگولو شبکوته سمون ورکول، د کرهنيزو او بڼونو محصولاتو وده، د کرهنيز او صنعتي پارکونو رامنځ ته کول ښودلې دي

اسدالله ضمیر د هیواد په اقتصادي وده کې د کرهنې ودې رول اړین ښودلی ویلي یې دي د کرهنې وزارت هڅه کوي ترحو د کرهنیزو محصولاتو په میکانیزه کولو، د اوبو لګولو شبکو ته په سمون ورکولو، د کرهنیزو او بڼونو محصولاتو ودې دد بڼونو سوداګری رامنځ ته کولو سره کروندګرو ته د بازار لاره هواره کړي. دوی له دې سربیره چې په اقتصادی وده کې یې د کرهنې برخه ډيره مهمه وښوده وویل: دوی تر ډیره هڅه کوي ترڅو په دې برخه کې پانګونې ته سوداګر وهڅوي.

د کرهنې وزیر په روان کال کې د کرهنیزو محصولاتو تولید د منلو وړ ښودلی ویلي یې دي: د روان کال په لوړیو دریو میاشتو کې د کرهنیزو محصولاتو له مخې د دولت عواید شپاړس میلیونه ډالرو ته رسیدلی. ښاغلي ضمیر د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي اوس مهال په نړیوالو بازارونو کې د افغانی تولیدانو څخه د خپل هیواد د تولیداتو په نامه کار اخستل کیږي او د نني نندارتون د پرانستلو موخه خلکو ته د افغاني خوراکي او کرهنیزو محصولاتو ورپیژندل ده چې په دې سره به دې توکو ته بازار موندنه هم وشي. په دې نندارتون کې د دخوراکي توکیو   بسته بندی او وینځلو توکیو اویا شرکتونو ګډون کری دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *