وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت لسګونه ښونځي تړلي دي

د ننګرهار د معارف ریاست چارواکي وايي په تړل شویو ښوونځیو کې زرګونو ماشومانو زده کړې کولې.د ننګرهار د معارف ریاست چارواکي وايي په تړل شویو ښوونځیو کې زرګونو ماشومانو زده کړې کولې.

دننګرهار په دوه ولسوالیو کې وسله والو ۴۶ ښوونځي تړلي دي. دکوټ په ولسوالۍ کې چارواکو ویلي، چې وسله والو د یکشنبې په ورځ د دغې ولسوالۍ ۲۱ ښوونځي بند کړي او پاتې نور هم تر کلکو ګواښونو لاندې دي.

ددغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې لا له وړاندې ۲۵ ښوونځي تړل شوي دي.

دننګرهار دپوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري وویل،چې په کوټ ولسوالۍ کې د لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ زده کونکو پر مخ دښوونځیو در وازې وتړل شوې.

نوموړی وايي”په کوټ ولسوالۍ کې ۳۸ ښوونځي دي،چې ۲۱ یې پرون تړل شوي او ۱۷ یې لا پرانیستي دي. په تړل شویو ښوونځیو کې ۱۲ زره زده کونکو زده کړې کولې،چې ۳ زره یې انجونې وې”.

که څه هم چارواکي په روښانه ټکو نه وايي چې ښوونځي چا تړلي خو دشینوارو په اکثره ولسوالیو کې داسلامي دولت یا دداعش وسله واله ډله حاکمه ده .

دکوټ دولسوالۍ اوسېدونکي وايي ددولت مخالف وسله وال دې ددوی دماشومانو راتلونکی نه بریادوي.

په دغې ولسوالۍ کې دبندو شوو ښوونځیو زده کونکي خپلې راتلونکي ته په اندېښنه کې دي او وايي ددوی ښوونځي ولې تړل کېږي.

دکوټ دښوونځي یو زده کونکي محمد اسلم امریکا غږ ته وویل” زمونږ مکتبونه مه تړئ، حکومت دې زمونږ مکتبونه خلاص کړي”.

چارواکو ویلي، وسله والو دښوونځیو دتړلو لامل، دخپلو اصول یوه برخه ګڼلې ده

دننګرهار دپوهنې ریاست اندېښنه ښوودلې که ددغې ستونزې داواري لپاره کار ونه شي نو دا اندېښنې نه شي ردېدی ،چې ډېر نور زده کونکي به هم په ورته سرنوشت اخته شي.

ددغه ریاست ویاند محمد اصف شینواری وايي په ښوونځيو کې پاتې اسنادو ته هم په اندېښنه کې دي.

نوموړي وویل “په دې ښوونځیو کې ډېره شتمني ده ، دښوونکو او زده کونکو اسناد دي پکې باید ددغه ستونزې لپاره کار وشي”.

که څه هم ولایتي ادارې دکوټ دښوونځیو پر تړل کېدو تازه څه نه دي ویلي،خو درې اونۍ وړاندې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دبندو ښوونځیومعلمین یې په امنیتي سیمو کې دلنډې مودې لپاره ګمارلي او دزده کونکو سرنوشت یې لاهم ګونګ پاتې دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *