د غزني په اندړو کې پنځه ملکي وګړي او يو د اردو سرتېرى وژل شوي

د غزني چارواکي ادعا کوي چې په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې پنځه ملکي وګړي او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په چهار دېوال سيمه کې د ملکي کسانو پر موټر بريد کړى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه موټر پکتيکا ولايت ته روان و، د ملي اردو دوه سرتېري هم ورختلي دي چې ځانونه وظيفې ته ورسوي خو په لاره کې وسله والو طالبانو پرې بريد کړى دى.))

د ننګ په وينا، په دغه بريد کې پنځه ملکي وګړي او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي او د ملي اردو بل سرتېرى ټپى دى.

خو د اندړو د چهارديوال سيمې اوسېدونکي محمدجميل پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې اووه تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.

هغه زياته کړه: ((طالبانو راپور ترلاسه کړى و چې په دې موټر کې د ملي اردو سرتېري هم سپاره دي نو ځکه يې بريد وکړ.))

خو محمد جميل ونه ويل چې په دغه بريد کې د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او کنه.

وسله والو طالبانو د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره ورځ د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *