په بلخ ولايت کي د ليک لوست د زکونکو پر وراندي لويه ستونزه ناامني او د بهرنيو مرستو بنديدل شودلي ده
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/09/یبیس.jpg)
په بلخ ولايت کي د ليک لوست د زکونکو پر وراندي لويه ستونزه ناامني او د بهرنيو مرستو بنديدل شودلي ده ددي ولايت د پوهني مسول ويلي که چيري امنيتي حالت شه شي د ليک لوست په تولگيو کي به تش خاي شتون ونلري
د بلخ د پوهني ريس مولوي عبدالعزير وايي: د طالبانو رژیم له نسکوریدو وروسته د ولایت په لرې پرتو سیمو کې د لیک لوست د زدکړې مرکزونه پرانستل شول خو د زدکونکو او ښونکو له پاره د نړیوالو مرستو په بندیدو سره په دې بهیر کې د ګډون شمیره ټیټه شوې ده.
له دې سره ښاغلي عزیز ویلي: ددوی د هڅو له مخې په تیرو دوه کلونو کې له دري دیرش زره ډیر کسان د لیک لوست له مرکزونو څخه فارغ شوي او اوس مهال په یو زر شپږ سوه د زدکړې په مرکزونو کې له شپیتو زرو ډیر کسان د لیک لوست په زدکړو بوخت دي او له دوی څخه دیرش سلنه یې میرمنې دي. عزیزي په دې لاره کې لویه ستونزه ناامني ښودلې ده.
هغه زدکونکې چې د بلخ ولایت د لیک لوست په مرکزونو کې زدکړې تر لاسه کوي له دې بهیره یي خوښي څرګنده کړې ده.
دوی له دولت څخه غوښتي ترڅو د امنیت خوندي کولو ترڅنګ د لیک لوست ټولګي د بلخ په ټولو کلیو کې په لاره واچوي.