د مصر په لويديځ کې د تيروتنې په يوه بريد کې دولس بهرني سيلانيان وژل شوي دي   د مصر کورنيو چارو وزارت ويلي دوی په دي آند وو چي دا به وسله وال کسان وي او ددوي تر بريد لاندي راوستل شوي چي له امله يي لس کسان تپيان شوي هم دي

د مصر کورنیو چارو وزارت له لوری په یوې خپرې شوې خبر پاڼې ویل شوي، ددوی امنیتي سرتیرو په لویدیځه صحرا کې د سیلانیانو پر څلورو موټرو چې ممنوعه سیمې ته ننوتلي وو برید کړی چې له امله یې دولس سیلانیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. په دې مرګ ژوبله کې مکزیکي سیلانیانو شتون درلود. دا برید په هغه سیمه کې تر سره شوي کوم چې له لیبیا سره ګډې پولې ته نږدي پورت دی او تر ډيره د داعش وسله وال پکې فعالیت لري. د مکزیک ولسمشر ددې پیښې په هکله اندیښنه ښودلې او غندلی یې دی.

د ریپوټونو له مخې به دې سیمه کې ډيری د داعش وسله وال هم فعالت کوي او ځینې ډلې په دې سیمه کې د وسلو په قاچاقو لاس پورې کوي. په دې وروستیو کې په دې سیمو کې غیر قانوني کړنې ډيرې شوې او د سینا په سیمه کې تر اوسه په لسګونه مصري سرتیري وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *