طالب وسله والو د فراه خاک سفید ولسوالۍ محاصره کړې ده

د فراه امنیتي چارواکي پر خاک سفید ولسوالۍ د سلګونه وسله والو د حملې خبر ورکوي.

د خاک سفید امنیه قوماندان عبدالجبار ویلي، له پرون راهیسې شاوخوا پنځه سوه وسله والو پر خاک سفید ولسوالۍ حمله کړي او دغه ولسوالۍ یې محاصره کړې ده.

امنیه قوماندان وايي، د ولسوالۍ پر مرکز او نژدي کلیو حملې شوي او جګړه اوس هم روانه ده. د نوموړي په وینا د نژدې کلیو خلکو خپل کورونه پریښي او نور ځایونو ته کډه شوي دي.

قوماندان عبدالجبار جګړه درنه بولی او وايي چې پوځی مرستی ته سخته اړتیا لري. هغه په دې جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي ادعا کوي چې په خاک سفید کې ګڼ شمیر افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *