منځني ختيځ د مرګونې توپانونو لاندې

دهغو وژونکو سختو سيليو او تو پانونو له کبله چې دمنحني ختيځ زيات شمیر هيوادونه ئي تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي سخته مرګ ژوبله اړولې ده په لبنان کې لږ ترلږه دوه تنه وژل شوي.

او په سلګونه تنه نور په روغتونونو کې بستر شوي دي. د سورئي په ګاونډي هيواد کې بيا په دغه موسم دايوه غير مترقبه پيښه ده چې د معلوماتواو ارزونو له مخې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړیدي.

د منخني ختيځ دهېوادونو وګړي په ټولنيزو انترنيټي شبکو کې په لويه کچه د وريځو ، دوړو خاورو او ريګي توپانونو انځورونه خپار کړل. ريګي زورور بادونه چې حتي ځمکه د فضا څخه هم نه معلوميږي.

شګه ، ريګ او سخته سيلۍ د وګړو د تنفسي جهاز سیستم ته ستونزي رامنځته کړي دي. دليد واټن ډير کم دي او په روغتيا بده اغيز کوي. دغه ريګي توپانونه لبنان، سوريه ، قبرس، اسرائيل، او عراق هيوادونه تر خپلې اغيزې لاندې راوستي دي. په ځينو دغو هېوادونو کې تعليمي موسسات تړل شوي دي.

« داهيڅ د باور وړ نه ده، شايد دا يو ازمايښت وي دامطلب داسوشيتيد پرس اژانس سره د د مشق اوسيدونکې منصور څرګند کړ. — دتودخي درجه ډيره لوړه ده — او بل هم دوړي خاوري. دازموږ د فکر څخه لوړه ده » د لبنان د روغتيا وزارت وائي چې ۷۵۰تنه ئي د تنفسي ناروغۍ له امله بستر کړي دي. طبي کارکونکې خلګو ته سلا مشوره ورکوي چې د باندي د قدم وهلو دپاره ونه وځي. او کچيري وځي نو ماسکې دې واغوندي.

دسورئي د (سانا) خبري اژانس د خبر سره سم د هام ولايت په مرکز کې دسختوريګې توپانونو له کبله درې تنه وژل شوي دي او ددې تر څنګ ۳۵۸۰تنه د تنفسي ستونزو پيښي ثبت شويدي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *