د باميانو ولايت د کچاليو بيه په روان کال ترټول ټيټې کچي ته رسيدلي او ويل کيږي چي کروندگر به په ميليونونه افغانۍ زيان وکړي

باميان د هيواد په کچه د کچاليو کر لپاره شه ولايت دی او په روان کال کې د يوه من کچاليو بيه يي له يوسل څلويښتو څخه   پنځوسو افغانيو ته راټیټه شوې

د بامیانو ولایت د کچالو محصولات ددې ولایت له ښو خوراکي توکیو څخه شمیرل کیږي او ددې ولایت اوسیدونکی ډير صادرات هم همدا کچالو دي. د بامیانو کچالو نه یواځې چې د هیواد بیلا بیلو ولایتونو بلکې پاکستان او تاجکستان ته هم صادریږي خو په روان کال کې د کچالیو بیه د تیر کال په پرتله له نیمایي هم را ټیته شوې ده نو له دې مخې ددې ولایت کروندګر او د کرهنې مسولین کچالیو ته د بازار موندې په لټه کې دي. په بامیانو کې په همدي موخه د کرندګرو او مسولینو په ګډون په ناسته کې د کچالیو لپاره د بازار موندې په هکله خبرې شوې دي.

کروندګر وایی سږ کال د یو من کچالیو بیه پنځوسو افغانیو ته را ټیته شوې ده او سوداګر هم ددې کرهنیزو محصولاتو پیرودلو ته زړه نه ښه کوي دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د یو من کچالیو بیه تر یوسل څلویښتو افغانیو رسیده

د بامیانو ولایت دکرهنې ریاست سلاکار عبداللطیف روشن وایی په منځنی کچه هر کال د بامیانو ولایت د کچالیو بیه تر یو سل پنځوسو میلیونو افغانیو رسیده او په روان کال کې به کروندګر دریش میلیونه زیان وګالي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *