ترکي ځواکونه د کرد وسله والو د څار لپاره د عراق شمالي پولو ته رسيدلي دي له دي وړاندې دي ځواکونو د ترکيې په خاوره کي د کردانو ډيری مرکزونه او دفترونه له منځه وړي دي کردانو، دولت د امنيتي سرتيرو او کرد وسله والو ترمنځ د جگړې په تور تورن کری دی

له يوي اونۍ راهيسي د ترکیې امینتي ځواکونو او کرد وسله والو ترمنځ نښتو ته زور ورکړل شوی دی او په دې موده کې په لسګونه دولتي سرتیري او د کرد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې ډول وروستی پیښه کې تیره ورځ د ترکیې څوارلس سرتیري په یوه چاودنه کې وژل شوي دي همدارنګه له څلویښتو ډير وسله وال د دولتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې له منځه تللي.

بله خوا په تیرو دوه کلونو کې ترکي ځواکونه د لومړي ځل لپاره د کرد وسله والو د څارنې په موخه د عراق شمالي پوله ایزو سیمو ته ننوتلي دي. هغه سیمو ته چې د کرد وسله والو اصلي مرکزونه پکې شتون لري او کردي هوایي ځواکونه هم له دوه میاشتو راهیسې به دې سیمو کې د کردي وسله والو مرکزونه تر هوایي بریونو لاندې راولي.

په ورته حال کې دترک ملي پآلو هم د کردانو سیاسي دفترونه تر برید لاندې راوستلي دي او تیره شپه په انقره کې ددې ګوند سیاسي دفتر وسوځول شو.

الپ التينورس ویلي: ” له والي او پولیسو سره د اړیکو په ټینګښت سره د هغه امنیتي سرتیرو شمیره چې دلته را استول شوي وو لږه وه ټولو ډلو په یوه وار پر دفتر برید وکړ ښیښې یې ماتې کړي او په دوهم پوړ کې چې د ټاکنو اړوند اسناد پکې ساتل کیدل سوځولی دی.”

د ترکیې لومړي وزیر د خلق دموکرات ګوند پر دفتر بریدونه غندلي خو کردي چارواکیو دا برید لارښونکی ښودلی ویلي یې دي د ترکیې دولت په ځانګړې توګه لومړی وزیر ددې برید مسول دی.

” یواځې نن سپه زمونږ پر دفترونو او مرکزونو یو سل شپږ اتیا بریدونه تر سره شوي دا بریدونه په یوه سیمه په منظمه ډول او د لارښونې له مخې تر سره شوي ولسمشری ماڼي او مسولین یې په دې برید کې لاس لري.”

د کردانو دې سیاسي ګوند د لومړي ځل لپاره د ترکیې په پآرلماني ټاکنو کې ګډون کړی او غړیو یې پارلمان ته لاره پیدا کړه. د تیرې دوه میاشتنیو پارلماني ټاکنو کې د پرمختګ او عدالت ګوند د لومړي ځل لپاره غوځ اکثریت له لاسه ورکړ او له نورو سیاسي ګوندونو سره د یوه ایتلافي حکومت په رامنځ ته کولو کې پاتې راغی. له دې ماتې وروسته د ترکیې لومړي وزیر د دوهم ځل لپاره د ټاکنو د تر سره کیدو حکم کړی او ټاکل شوې دا ټاکنې د نوامبر په میاشت کې تر سره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *