ايران دسوريي ستونزې د هواری لپاره د عربستان او امريکا په گډون له هر هيواد سره خبرو ته چمتو دی د ايران ولسمشر حسن روحاني له خپل اطريشي سيال سره په مرکه کي له دي سره ويلي، هغه څه چي اړين دي د جگري پاي ته رسول او د خلکو ژغورنه ده

حسن روحاني په دې ناسته کې چې په تهران کې تر سره شوې ویلي: دوی د عربستان او امریکا په ګډون له هر هیواد سره دسوریې ستونزې هواری په موخه خبرو ته چمتو دي. ده زیاته کړې، مونږ ته دا مهم نه دي چې له مونږ سره څوک خبور ته کښیني بلکې مونږ ته دا مهمه ده چې څه ډول د سوریانو ژوند ژغورلی شو او څه ډول کولای شو په دې هیواد کې سوله او امنیت رامنځ ته کړو او باید په منځني ختیځ کې د سولې او ټیکاو لپاره هڅې وشي.

ایران د سوریې دولت له نږدې ملګرو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او په دې وروستیو کې ددې هیواد بهرنیو چارو وزارت هم د سولې د ټینګښت لپاره سوریې چارواکیو ته یوه پلان وړاندې کړی دی. د ایران ولسمشر په دې خبرې ناسته کې ویلي: اوس اړینه خبره دا ده چې څه ډول په سوریه کې سوله او ټیکاو رامنځ ته کیدای شي او څه ډول کولای شو د سوریې کډوالو ستونزو هوارې کړو. د ایران ولسمشر له خپل اطریشي سیال څخه د اټومي پلان په هکله د خبرو له کوربه توبه مننه وکړه. د اټومي پلان په هکله د ایران او لویدیځ له خبرو وروسته د اطریش ولسمشر لومړی لوړ پوړی چارواکی دی چې تهران ته یې سفر کړی دی ددې سفر په لړ کې دو دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت غوښتنه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *