د سوریې لپاره د روسیې-ایران د بشري مرستو د رسولو لاره

د روسیې فدراسیون د پارلمان د مشرانو جرګې د بین المللي چارو د کمېټې لومړي مرستیال رییس ولادیمیر جباروف د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې مسکو کولای شي سوریې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د الوتکو د الوتنې نوې تګلارې جوړې کړي.

د روسیې فدراسیون د پارلمان د مشرانو جرګې د بین المللي چارو د کمېټې لومړي مرستیال رییس ولادیمیر جباروف د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې پر یونان باندې د امریکا متحدو ایالتونو د فشار راوړلو د هغې هڅې په تړاو، چې موخه یې د سوریې د خلکو لپاره د روسیې د بشري مرستو د رسولو مخنېوی دی، مسکو کولای شي، چې سوریې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د الوتکو د الوتنې نوې تګلارې جوړې کړي. دغه کار به هغه وخت وکړي، چې یونان د واشنګټن غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او خپله هوایي فضا د روسیې د الوتکو د الوتنې پرمخ وتړي.

د یونان د بهرنیو چارو وزارت د سیپټمبر پر ۷ د دې پخلی وکړ، چې امریکا متحدو ایالتونو په ريښتیا هم لیک ورلېږلی و، او په هغه کې یې د دې هیله کړې وه، چې د یونان هوایي فضا، د روسیې د هغو الوتکو د الوتنې پرمخ وتړي، چې سوریې ته د بشري مرستو مالونه وړي. روسیې له یونان څخه د دې هیله کړې وه، چې د سیپټمبر له ۱ څخه تر ۲۴ پورې د یونان د واکمنتوب په ساحه کې د روسیې الوتکو ته د الوتنو اجازه ورکړي. ولادیمیر جباروف په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې زیاتوي، چې که چېرې اتن د روسیې د الوتکو د الوتنو پرمخ خپله هوایي فضا وتړي، نو ایران، ترکیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي، چې د روسیې فدراسیون له دغه بشري رسالت سره مرسته وکړي.

ایران، چې په سوریه کې د بحران له همغه پیله یې له روسیې سره یوځای د شخړې د سوله ییز حل غوښتنه کړې، بې له دې چې د سوریې په داخلي شخړه کې ورګډ شي، د سوریې له خلکو سره یې په ټولو ممکنو لوریو کې تل ډېرې مرستې کړي دي. او اوس خو د سوریې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو د موجودو چینلونو د تړلو په موخه د لوېدیځ له ټولو هلوځلو سره سره، د سوریې د شخړې د حل لپاره د روسیې او ایران د ټاکلې همکارۍ لپاره ډېر ښه شرایط راپیدا کیږي.

د امریکا متحدو ایالتونو دغه هڅې چې پر یونان فشار راوړي او دېته یې اړ کړي، چې د سوریې خلکو ته د روسیې د بشري مرستو د رسیدا مخه ونیسي، پر بین المللي حقوقو بې شرمانه تېری او « بې بنسټه هیجان » دی. ابشناس په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې وایي:

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *