اشرف غني وایي افغان علماء دې له فساد سره د ‘جهاد’ مبارزه وکړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فساد ضد مبارزې د علماوو ناستې ته وویل، له فساد سره د مبارزې لپاره د ‘سرتاسري مبارزې جهاد’ پیلول اړین دي.

نوموړي وویل، د افغانستان خلک اړ شوي چې د خپلو دولتي چارو لپاره څو میلیارد ډالر باج ورکړي.

ولسمشر غني وویل، په افغانستان کې خلک او علماء فاسد نه دي، بلکې په وینا یې ”ځینې چارواکي او قاچاقبر دي چې افغانان یې بدنام کړي دي.”

ښاغلي غني په افغانستان کې اداري فساد یوه لویه ستونزه وبلله، چې په وینا یې خلک یې طبیعي بولي. ده له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د ټولنې، ښوونځیو او جوماتونو له لارې د فساد ضد مبارزې غږ پورته شي.

افغان ولسمشر وویل، په دولتي ادارو کې یوازې لس سلنه کسان کار کوي، ۹۰ سلنه نور په فساد ککړ دي، چې دده په ټکو همدا د نه پرمختګ لوی لامل دی.

د فساد ریښې

ولسمشر غني په دولتي قراردادونو کې فساد، د ځمکو او شتمنیو غصبول، نشه یي توکي، قاچاق، په کانونو کې درغلي او فساد، او په بانکونو او دولتي سرچینو کې پیسې په بډو وهل د فساد اصلي ریښې وبللې.

ده زیاته کړه، دولتي قراردادونه د فساد پر لویو سرچینو بدل شوي او ډېری دا قراردادونه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې مسلکي نه دي. هغوی یې هم دویم یا درېیم لاس کسانو ته ورسپاري، خو په وینا یې په دې برخه کې د فساد د مخنیوي لپاره د افغانستان د ملي تدارکاتو کمیسیون کار پیل کړی.

د ځمکو د غصب په اړه نوموړي وویل، د کابل ښار ۶۵ سلنه کورونه سندونه نه لري، چې د ځمکو او مېشتځایونو د قانوني کېدو لپاره یې کار پیل کړی او هیله ده چې په راتلونکو کلونو کې د ځمکو د غصب ستونزه په بنسټیز ډول له منځه ولاړه شي.

نوموړي نشه يي توکي د هېواد سرطان وباله، چې په وینا یې ۳،۵ میلیون افغانان په نشه يي توکو روږدي دي او د ټولنې لپاره یې یو لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

ښاغلي غني له علماوو د نشه يي توکو پروړاندې د سرتاسري مبارزې پیلولو غوښتنه وکړه.

ده وویل، که څه هم سږ کال افغانستان په ښه کرنیز وضعیت کې دی، خو باید یو میلیون ټن غنم وارد کړي، چې په وینا یې دا د افغانستان په څېر د یوه کرنیز هېواد لپاره د شرم ځای دی.

ده وویل، تر هغو چې د افغانستان تولیداتو ته سمه پاملرنه نه وي شوې، نشه يي توکي له منځه نه شي تللی.

ګمرکونو کې فساد

ولسمشر غني په ګمرکونو کې د زورواکانو په ځای پرځای کېدو اندېښنه وښوده، چې په وینا یې د دوی مالونو ته په ګمرکونو کې ۵۰ -۶۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي.

ده وویل، د ګمرکاتو د فساد د مخنیوي لپاره یې د عوایدو برخه کې د مالیې وزارت په همکارۍ ځانګړي پولیس جوړ کړي.

Image caption ولسمشر غني د کابل ښار ۶۵ سلنه جوړ شوي کورونه ناقانونه وبلل

ده وویل، د افغانستان هر سرحدي ولایت کې باید ټینګ ګمرکي سیستم فعال شي، چې په وینا یې شل ولایتونه په سرحداتو کې پراته دي، چې هر ولایت ته د ترانزیت زمینه باید برابره شي.

په افغانستان کې د ملي یووالي په نامه حکومت، چې مشري یې محمد اشرف غني کوي، نژدې یو کال وړاندې له فساد سره د مبارزې او بنسټیزو اصلاحاتو له شعارونو سره جوړ شو، او له افغانانو سره یې له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ راوستلو ژمنې وکړې، خو ګوتنیوونکي وايي، حکومت پخپلو ژمنو کې پاتې راغلی.

خو د ښاغلي غني حکومت وايي، د فساد او نورو ستونزو له منځه وړلو لپاره نور وخت ته اړتیا لري.

افغانستان د فساد له اړخه د نړۍ د هغو هېوادونو د لست په سر کې دی، چې تر ډېره پکې فساد ډېرېدونکی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *