د جلريز پيښي ځيړونکي پلاوي چي دوه مياشتي وړاندې رامنځ ته شوي وه خپل ريپوټ وړاندي کړ. ددي اوه کسيز پلاوي مشر يوسف پښتون په سيمه ايزه ادار کي بي نظمي د طالبانو د بريد او د سيمه ايزو پوليسو د وژل کيدو لاملونه ښودلي دي

د جلريزپيښي ځيرونکي پلاوي د چنګاش میاشتې په اولسمه نیټه وردګو ولایت سفر کړی او تیره ورځ یې د جلریز پیښې په هکله خپل ریپوټ وړاندې کړی دی.

ددې اوه کسیز پلاوي مشر یوسف پښتون، شپږ تنه سیمه ایز چارواکي په دنده کې په ناغیړی تورن کړي ویلي یې دي، دا کسان باید قضایي ادارو ته ور وپیژندل شي او دوی ته سزا ورکړل شي خو ده ددې کسانو د نوم له اخستلو ډډه کړې ده.

له دې سره ښاغلي پښتو په دې پوستو کې د وسلو پر کمښت نیوکه کړې ویلي یي دي له دې سره چې په سیمه او مرکز کې بشپړو مهماتو شتون درلود خو د جګړې د مخنیوي او بریالتوب په موخه دې پوستو ته نه وو استول شوي او د ملي امنیت ریپوټ هم سیمه ایزو مسولینو پاملرنه نه وه کړې.

ښاغلي پښتو خبرداری ورکړ که چیرې اوسنیو پوستو ته پوځي توکي او نور وسایل وانستول شي دا ډول پیښه به یو ځل بیا تکرار شي.

د وږي میاشتې په پنځمه د پنجشنبه په ورځ د امنیت شورا اعلان وکړ هغه کسان به د قانون منګلو ته وسپارل شي کوم چې د جلریز په پیښه کې یې له ناغیړیه کار اخستی دی.

له دې سره ښاغلي پښتون د جلریز په مسله کې قومي ښکیلتیا رد کړه خو ویلي یې دي یو شمیر کسان د جلریز پیښې ته سیاسي رنګ ورکوي خو دوی ددې کسانو نوم هم نه دی اخستی.

د جلریز پیښه د چنګاښ په دولسمه نیټه رامنځ ته شوه چې له امله یې له دیرشو ډیر سیمه ایزو پولیس ووژل شول دې پیښې دځینې کسانو غبرګونونه را وپارول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *