له کډوالو سره باید مرسته وشی

د ملگرو ملتونو کډوالو څانگي له اروپايي هيوادونو څخه غوښتي ترڅو له هغه کډوالو سره چي په دي وروستيو کي ددوی په لور ور روان دي مرسته وکړي

له دي سره دې اداري ويلي اروپايي ټولنه بايد د کډوالو لپاره يوه مناسبه تگلاره غوره کړي

دملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې ویاند(مليسا فليمينگ) په جینو کې یوې خبرې ناسته کې له اروپایي هیوادونو وغوښتل ترځو د نړیوالو کړیو ژمنو له مخې له کډوالو سره مرسته وکړي ددوی حیثیت او شرافت ته درنښت ولري او ددوی بشری حقونه په پام کې ونیسي

د کدوالو اداری ویاند په دې وروستیو کې اروپایي هیوادنو ته د بی شمیره کدوالو ورتګ ته پّ نغوتې سره وویل دا ټولنه باید په ګډه یوه تګلاره رامنځ ته کړي ترځو هم دوی او هم کډوال له ستونزو سره مخ نشي.

ده ویلی باید له مقدونیی او صربستان هیوادونو سره چې لومړی کډوال دې هیوادونو ته ځي مرسته وشي.

ده ویلی یو ان ایچ سی آر چې ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګه ده د کډوالو ستونزې درک کولای شي خو له دوی سره باید له سم چلند څخه کار واخستل شي البته د هغه ژمنو په رڼا کې کوم چې دوی په نړیواله کچه کړې دي. محمد ابراهيم ویلی: ” زه له افغانستانه په ستونزمنه پوله پآکستان ته لاړم له هغه ځایه ایران ته او له هغه ځایه له ترکیې سره ګډې پولې ته لاړم له ترکې وروسته د ایژه له سمندر تیر شوم   او ځآن مې یونان ته ورساوه دا سفر مې درویشت ورځینۍ وه.”

د هنګري پولیسو ویلي: په دې وروستیو ورځو کې دددوی هیواد ته هره ورځ تر دوه زره کډوال ور روان دي اروپا په دې شپو ورځو کې له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته د کډوال له کړکیچ سره مخ ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *