داعش په سوریه کې تاریخي معبد نړولی

ویل کېږي، د ”بعل شمین” په نامه دغه معبد د یکشنبې پر ګهیځ الوځول شوی.

له سوریې نه رپوټونه وايي ”اسلامي دولت” ډلې د ”بعل شمین” په نامه د لرغوني تدمر ښار یو معبد ویجاړ کړی. دغه معبد د یونیسکو د نړیوالو تاریخي آثارو په لست کې و.

د سوریې د تاریخي آثارو او موزیمونو مشر مأمون عبدالکریم ویلي ”اسلامي دولت” ډلې په لرغوني تدمر ښار کې یو تاریخي معبد په بمونو الوځولی دی.

د عکسونو البوم: سوریه کې د تدمُر لرغونې سیمې

ویل کېږي، د ”بعل شمین” په نامه دغه معبد د یکشنبې پر ګهیځ الوځول شوی.

عبدالکریم فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي ”اسلامي دولت نن (یکشنبې) د بعل شمین معبد د ننه په لویه پیمانه چاودېدونکي توکي اېښي او الوځولی یې دی. معبد په بشړه توګه ویجاړ شوی.”

د سوریې چارواکو او فعالانو تېره اونۍ ویلي وو، د ”اسلامي دولت” جنګیالیو په عام محضر کې د لرغونپوه خالد الاسعد سر غوڅ کړی او مړی یې پر یوې تاریخي ستنې پورې ځړولی دی.

د ”اسلامي دولت” جنګیالیو ۸۲ کلن اسعد پر تدمر ښار تر کنټرول خپلولو وروسته په تېره مې میاشت کې نیولی و.

وروسته ”اسلامي دولت” د دویمې میلادي پېړۍ اړونده د زمري یوه مجسمه هم ویجاړه کړه، او بیا یې ترڅنګ دوه اسلامي زیارتونه هم والوځول او دا یې د ”شرک نښې” وبللې.

د ”اسلامي دولت” جنګیالیو ۸۲ کلن اسعد پر تدمر ښار تر کنټرول خپلولو وروسته په تېره مې میاشت کې نیولی و.

”اسلامي دولت” په تېر جولای کې یوه وېډیو خپره کړه، چې نژدې ۲۰ حکومتي پوځيان یې پکې اعدام کړل، دوی یې په تدمُر تاریخي ښار کې پر سرونو په مرمیو ویشتلي وو.

د سوریې حکومت په وروستیو میاشتو کې له تدمر ښاره د ”اسلامي دولت” ډلې د ایستلو په موخه عملیات پیل کړي او د دواړو غاړو ترمنځ خونړۍ جګړه شوې ده.

”اسلامي دولت” چې د عراق او سوریې راخې سیمې یې نیولې دي، په تېره اپرېل میاشت کې د عراق نمرود تاریخي ښار په جرثقیل او چاودنو ویجاړ کړ، د روماني پېر لرغونی ”الحضر” ښار یې هم ویجاړ کړ او د عراق شمالي موصل موزیم یې ونړاوه.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د سوریې له څه باندې څلور کلنې کورنۍ جګړې پیلېدو راهیسې په سوریه کې تر ۳۰۰ ډېر تاریخي ځایونه له ویجاړۍ او لوټ تالان سره مخامخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *