د لبناني پولیسو او لاریون کونکو ترمنځ نښته

لبناني پوليسو د زرگونه لاريون کونکو خورلو په موخه له اوښکي بهونکي غازو او اوبه شيندونکو موټرو کار اخستي، دي کسانو د دولت د ناکاري پر ورانيد لاس په لاريون پوري کړی او د لاريون پر مهال سلگونه دزي هم اوريدل شوي دي

له سیمې څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې د سرې میاشتې نړیوالې ادارې په دې لاریون کې د پنځه لسو کسانو له ټپي کیدو خبر ورکړی دی ویل شوي چې د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. د لبنان پولیسو ویلي ددوی پنځه دیرش کسان هغه مهال ټپیان شول کله چې یې له یوې دولتي ودانۍ څخه د لاریون کونکو د لرې کولو هڅه کوله.

له کله چې یوه میاشت وړاندې د بیروت د کثافاتو خښولو ځای وتړل شو په واټونو کې د کثافاتو د ډیرښت پر وړاندې نیوکو ته زور ورکړل شوی دی او د تیرې ورځې لاریونونه تر ټولو لوی لاریون ښودل شوی دی. د لبنان دولت چې له ستونزو سره مخ دی تر اوسه دې نیمګړتیا ته د حل یوې لار په رامنځ ته کولو کې پاتې راغلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *