ملګرو ملتونو په سوریه کې پر ولسي خلکو بریدونه ”وحشیانه” عمل بللی

په برید کې ۹۶ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سټیفن اوبراین ویلي، په سوریه کې پر ولسي خلکو د بمباریو له کبله یې ‘ټکان’ خوړلی او دا یې ”وحشیانه” بریدونه ګڼلي دي.

نوموړي ویلي ”په دې جګړه کې د ټولو ښکېلو غاړو له خوا د ولسي خلکو د ساتنې په تړاو د پوره بې پروايۍ په اړه مې ټکان خوړلی دی.”

اوبراین دمشق ته د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل، د سوریې په جګړه کې د ولسي خلکو په نښه کول ”یو ناقانونه او کرکجن عمل دی، چې باید ډډه ترې وشي.”

نوموړی زیاتوي ”د حکومتي ځواکونو له خوا دمشق ته په څېرمه سیمو د بمباریو له کبله په ځانګړې توګه ډېر اندېښمن شوی یم، دا هغه سیمې دي چې د حکومت مخالفین پرې واکمن دي.”

د تېرې دوشنبې په ورځ فعالانو وویل، د یکشنبې په ورځ په دوما کې پر یوه مارکیټ د حکومتي ځواکونو د بمبارۍ پایله کې د قربانیانو شمېر لږترلږه ۹۶ کسانو ته رسېدلی.

د دوما بریدونه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سوریې د روانې جګړې په درشل کې تر ټولو ډېر خونړي او وحشتناک ګڼل شوي.

د سوریې په روانه جګړه کې تر اوسه له ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

حکومتي پوځي سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي، په هوايي بریدونو کې د ‘جیش الاسلام’ وسله والې ډلې مرکزونه په نښه شوي.

د بښنې نړیوال سازمان د سوریې حکومت په جنګي جرمونو تورن کړی دی

د سوریې حکومتي تلوېزیون ویلي، وسله والو په دوشنبې په حلب کې هغه کلی په نښه کړ، چې حکومت پرې واکمن دی، چې په وینا یې لږترلږه لس کسان پکې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

“د ولسي خلکو ژوند ته نه پام “

اوبراین سوریې ته د خپل درې ورځني سفر په اوږدو کې له ښکېلو غاړو نه د ولسي خلکو ژوند ته د پاملرنې او د نړیوال بشري قانون د درناوي غوښتنه کړې ده.

بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، حکومتي چورلکو په دوما کې پر یوه مارکیټ بمباري کړې ده، ۱۰ توغندي یې داسې مهال پرې توغولي، چې ژغورندویه ډلې د مړو او ټپیانو د لېږدولو لپاره هماغه شېبه سیمې ته رسېدلې وې.

له برید وروسته د پېښې له ځایه اخیستل شوې وېډیو کې ښکاري، ورڅېرمه ټولې ودانۍ نړېدلې دي، او هلته ټولو موټرو اور اخیستی دی.

اوبراین دمشق ته د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل، د سوریې په جګړه کې د ولسي خلکو په نښه کول ”یو ناقانونه او کرکجن عمل دی، چې باید ډډه ترې وشي.”

تېره اورنۍ د بښنې نړیوال سازمان د سوریې پر حکومتي ځواکونو په دوما او نورو سیمو کې د ولسي خلکو د وژلو له کبله د جنګي جرمونو ترسره کولو تور پورې کړ.

د سوریې یوې پوځي سرچینې ویلي، په دوما کې یې د بریدونو هدف د ‘جیش الاسلام’ ډلې مرکزونه وو

حکومت د تېرې جنورۍ او جولای میاشتو په منځ کې پر دغو سیمو ۶۰ ځلې بمبارۍ کړې دي، چې نژدې ۵۰۰ ولسي وګړي پکې وژل شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *