د يمن په جگړه کي ښکيلي خواوي په جنگي جنايت تورنې شوې دي

د ملگرو ملتونو د بښنې نړيوالې ادارې له دي سره پر يمن د سعودي عربستان په مشری د ايتلاف اتو هوايي بريدونو ته په نغوتي سره چي پکي يو سل يو څلويښت کسان ووژل شول له ملگرو ملتونو د يوي څيرنيزي کيميټې د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده

د بښنې نړیوال سازمان په یوه دیرش پاڼه ایز ریپوټ کې، د عربستان په مشری ایتلاف ته په نغوتې سره ویلي، دې ایتلاف په سیمه ایزو سیمو ړانده بریدونه کړي دي په دې بریدونو کې جوماتونه او بازارونه هم تر برید لاندې راوستل شوي دي.

په دې ریپوټ کې د عربستان په مشری د ایتلاف اتو هوایي بریدونو ته نغوته شوې، هغه بریدونو ته چې پر ملکي سیمو تر سره شوي او له امله یي یو سل یو څلویښت کسان وژل شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان د عربستان په مشری ایتلاف او په یمن کې نورې ښکیلې خواوې په جنګي جنایت تورنې کړې دي. د یمن په جګړه کې چې د روان کال د مارچ میاشتې له شپږ ویشتمې نیټې را روانه ده له امله یې له څلورو زرو ډير کسان وژل شوي دي او له دوی څخه نیمایي یې ملکی وګړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان یوه غړي ویلي: ددوی په ریپوټ کې د یمن پر ښارونو او بازارونو زړه بوګنونکو پیښو ته ځای ورکړل شوی دی او دا ددې ښکارندویي کوي چې د یمن په جګړه کې جنګي جنایت تر سره شوی دی. د بشر حقونو دې بنسټ له ملګرو ملتونو غوښتي ترڅو د جنګي جنایت د په ډاګه کولو په موخه یو څیړنیز کمیسیون رامنځ ته کړي. ده ویلي: پر یمن د ایتلاف په هوایي بریدونو او د وسله والو ډلو ترمنځ په نښتو کې ډيری ملکي کسانو ته زیان رسیدلی. ملګرو ملتونو په یمن کې د بشری حقونو حالت د اندیښنې وړ ښودلی، ویلي یې دي چې اتیا سلنه یمنیان انساني مرستو ته اړتیا لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *