د اروپا په زړه کې۷۰۰۰ کلن ډله ییز قبر

په مرکزي اروپا کې یو ډله ییز قبر، چې لږ تر لږه د ۲۶ کسانو اسکلیتونه په کې دي، د یوې سختې جګړې څرګندوی دی.

د دغو کسانو پاتې شوني په مرکزي جرمني (شنک کیلیانشتادن) کې کشف شوي دي.

د دغو کسانو د سرکاسې د ضربو په وسیله ماتې شوې او د ځینو پښې ماتې شوې دي چې د سختې ربړونې ښکارندويي کوي.

پوهانو د بي اېن اېس ( د علومو ملي اکاډيمۍګامونه) خپرونې ته ویلي، د مړو د خښولو ځانګړنې د لرغونې عصر تاوتریخوالی ښيي.

له دې مخکې هم دا ډول ډله ییز قبرونه د جرمني په تلهایم او د اتریش په شلتز اسپارن کې کشف شوي.

دغه کسان په ډېر ځانګړي ډول خښ شوي دي، یعنې مړي په دقت سره په چپې خوا اېښودل شوي او د دوی څنګ ته ارزښتناک لرونکي توکي اېښودل شوي دي.

خو هلته ځینې مړي په بې پروایۍ سره اېښودل شوي او د دوی شاوخوا بې ارزښته وسایل لیدل کېږي.

د شنک کیلیانشتادن د قبر مړي لومړی ځل د سړک جوړونې یوې پروژې په لړ کې کشف شول چې ۱۰ کسان وو او د وژل کېدو په وخت کې لږ تر لږه ۶ کلن ول.

پر دغو هډوکو د ګوازرونو سربېره، د دوی ترمنځ ډېر شمېر وژونکې وسلې لیدل شوي.

داسې انګېرنه کېږي چې دغه وسلې د دوی د مرګ لامل هم شوې.

ډاکټر ما یر وايي: “په دغه پړاو کې لا تر اوسه دقیقاً نه پوهېږو چې څه پېښ شوي، خو فکر کوو چې څو بزګرو ډلو یو بل په نښه کړي.”

نوموړي زیاته کړه: “مخکې هم دوه ځایونه کشف شوي و او هالته هم د تاوتریخوالي نښې لیدل کېدې او دغه درې واړه ځایونه د خاورین خطي فرهنګ د پای له وخت سره تړاو لري نو ګومان کېږي چې ژور بدلونونه په جریان کې و.”

“شاید د وګړو زیاتوالی د سرخوږي لامل شوی وي، او یا د اقلیم بدلون پر زراعتي تولیداتو اغېز کړی وي.”

د مینز پوهنتون دغه څېړونکي بي بي سي ته وویل: “ګومان کېږي داسې کومه پېښه شوې وي چې د بزګرو ترمنځ یې خونړۍ جګړې ته لمن وهلې وي.”

“نه شو کولی په پوره ډاډ سره دا ووایو چې کله د دغو کسانو پښې ماتې شوې وې، هغه مهال دوی ژوندي وو او که نه؟ ځکه که مخکې یا وروسته له مرګ نه د دوی پښې ماتې شوې وي نه معلومېږي خو کېدای شي داسې یې اټکل کړو چې د پیغام یا عبرت لپاره دغه زیان دوی ته د شکنجې له کبله ور اوښتی وي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *