اندونیزیا یي الوتکه له ۵۴ سپرلیو سره نسکوره شوي ده

د اندونيزيا يوه الوتکه چي تيره ورځ تري تم شوه، ددې هيواد د لويديځ په يوه غرنۍ سيمه کي لويدلي ده. دا الوتکه له څلور پنڅوس سپرليو سره د سويلي ښارونو په لور روانه وه

د اندونیزیا ATR 42- 300 ډوله الوتکه چی د تریګانا هوایی شرکت اړوند وه له ۵۴ سپرلیو سره تیره ورخ د جایاپورا ښار څخه د سویلي اکسیبیل ښار په لور روانه شوې وه او د لارې په اوږدو کې تری تم شوه. ددې الوتکې له ورکیدو څو ساعته وروسته مسولینو اعلان وکړ چې دا الوتکه پّ یوه غرنۍ سیمه کې لویدلې ده. د تریګانا هوایي شرکت د ځینې نیمګړتیاوو له امله له دوه زره اوم کال راهیسې د اروپا په تور نوم لړ کې شامل شوی دی. په دې شرکت کې له نولس سوه یو نویم کال راهیسې څوارلس پیښې درلودې. تیره میاشت هم یوې اندونیزیایي الوتکه د اوسیدو په یوه سیمه کې نسکوره شوې وه چې له امله یي له سلو ډیر کسان مړه شول. همدارنګه تیره کال هم دډې هیواد یوه الوتکه نسکوره او پکې یو سل دوه شپیته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د تیرې ورځې د پیښې په هکله تر اوسه مسولینو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *