د عراق پلازمېنه بغداد کې خونړۍ بمي چاودنې شوې

دغه سیمه کې د سږ کال اوږدو کې یو شمېر بریدونه شوي چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې پر غاړه اخیستی

د عراق پلازمېنه بغداد او ورته څېرمه ښارګوټي د بمي بریدونو یوې لړۍ لړزولي دي.

د دغو بریدونو پایله کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

تر ټولو خونړی برید په مدينة صدر سیمه کې شوی، چې د موټر بم په وسیله شوی دی.

د دغې سیمې ډېری اوسېدونکي شیعه ګان دي. همدغه سیمه کې دوې ورځې مخکې د لارۍ ګاډي په وسیله یو برید وشو، چې پایله کې یې ۶۰ کسان وژل شوي وو.

د هغه برید پړه اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستې.

دغه سیمه کې د سږ کال اوږدو کې یو شمېر بریدونه شوي چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې پر غاړه اخیستی.

د اي پي خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، چې د شنبې ورځې برید د صدر ښارګوټي په حبیبیه ګاډو پلور بازار کې شوی دی.

دغه سیمه کې له دې مخکې هم ورته بریدونه شوي دي.

د چارواکو په وینا برید کې پنځلس کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

یوه پولیس یاد خبري اژانس ته ویلي، چې بازار کې لګیدلو کامیرو نه تر لاسه شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې یو سړی سپین رنګه ګاډی ځاي پر ځای کوي او د چایو یوه هوټل ته ننوځي، چې له دې پنځه دقیقې وروسته ګاډي کې چاودنه کېږي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې. نور بریدونه د پلازمېنې بغداد سویل کې المداین ښارګوټي کې او دغه راز د پلازمېنې شمالي څنډو تاجي سیمې کې شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *