د یوه بلژیکی قاقچاق وړونکي څخه د نتنیاهو کابینې د دوه وزیرانو له لوري د پیسو تر لاسه کول

دعبري ټلویزیوني دوهم کانال د ریپوټ له مخې، آیلت شاکر ( د عدلیې وزیر) او ګیل عاد اردان ( ددی هیواد وزیر) له بلژیکي میلیونر (سرګي مولر) چې د نشه یي توکیو او وسلې د قاچاقو په تور تورن دی او کورنیو ټاکنو پر مهال یي ډیرې پیسې تر لاسه کړې دي. دې بلژیکي میلیونر لس میلیونه شکل د لیکود کورني ګوند په ټاکنو کې لګولې دي. یوري لیون له هغه کسانو څخه شمیرل کیږي چې په دې برخه کې یې توره مرسته تر لاسه کړې ده. مولر هم له دې سره د (عدلیې بنسټ پال) وزیر ته هم ډیر لګښت ورکړی دی. په دې برنامه کې د نیواک ګر رژیم د ټولنې پیژندنې پوهنځۍ استاد(سامویل فرومین) ویلي: فساد د هیواد د لوړ پوړیو چارواکیو ترمنځ بنسټيز شوی او اوس هیڅ قدرت یې پر وړاندې د مقابلې وړتیا نلري.

د نتنیاهو د کابینې غړیو له لوري د مالي فساد په ډاګه کیدو سره د رسنیو له اختصاصي ګټې پورته کونې او د خپلو خصوصي الوتکو لپاره قیمتي او د پام وړ تجهیزاتو سفارش او همدارنګه د بطری ګیت او … . ته په کتو سره هره ورځ د بنیامین نتنیاهو د کابنې د غړیو رسوایي په ډاګه کوي

څو ورځې مخکې د اورن حزان ( د لیکود ګوند غړي د ریس مرستیال) اخلاقی رسوایي په ډاګه شوه. د ویلو وړ ده چې په دې وروستیو کې د لیکود ګوند ډیری غړيد قدرت سرچینو په لاس رسي سره په اقتصادي او مالي فساد تورن پیژندل شوي دي. د کنست مرستیال له اخلاقي او مالي سرچینو څخه ناوړه ګټه اخستنه د نتینیانو کابنې د غړیو یوه کوچونۍ رسوایي وه چې به ډاګه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *