اسرایلو ته د سیلانیانو ۲۰ سلنه کمښت

آیا اسرایلو ته د لویدځو سیلانیانو شمیره ټیټه شوې؟ د نیواک ګر رژیم له لوري د خپرو شویو مالوماتو له مخې. هغه سیلانیانو چې له دې سیمې د دوه زره پنځه لسم کال په لومړۍ نیمایي لیدنه کړې د تیر کال همدي مودې په پرتله شل سلنه کمښت ښیي.

د والا سایت د ریپوټ له مخې ددې وزارت چارواکیو تیره اونۍ په دې هکله بیړنۍ ناسته تر سره کړې او په دې ناسته کې سیمې ته د سیلانیانو د پاملرنې د را ګرځولو په هکله خبرې شوې دي.

لوین ویلي: د قدس نیواګ ګر رژیم بې امني د سیلانیانو په کمښت کې مهم رول لوبولی دی.

ده زیاته کړې: مونږ باید له ټولو لارو کار واخلو ترڅو له دې رژیمه بهر یهودیان او او نجیلي مسیحیان اسرایلي سیمو ته د سفر په تړاو د امنیت احساس وکړي.

د سیلانۍ کمښت کړکیچ په سیمه کې د وروستیو نښتو په لړ کې رامنځ ته شوی د هغه نښتو له امله چې ډيری زیان یې سیمه ایزو اصلي اوسیدونکو ته رسیدلی او اسرایلي رژیم ددې سیمې د اقتصاد لپاره لویې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *