په یمن کې د منصور هادي پولیانو د العیند هوایي ډګر نیولی دی

حوثيانو د العيند هوايي ډگر له يوي سختي جگړې وروسته له لاسه ورکړ

حوثيانو ويلي، عربستاني جنگي الوتکو پر دي هوايي ډگر سخت هوايي بريدونه کړي ددي بريدونو په هکله د مرگ ژوبلي کچه نه ده مالومه خو د منصور هادي پلويانو ويلي لسگونه کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده

د منصور هادی پلویانو د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف له هوایي بریدونو سره مل له یوی سختې جګړې وروسته د العیند هوایي ډګر نیولی دی. د انصارالله اړوند د المسیرې ټلویزیوني شبکې ویلي، ایتلاف په لحج ولایت کې د العیند امنیتي پوستې سختې بمبار کړې او د یمن تښتیدلي ولسمشر د پلویانو یوه قومندان ویلي چې دا دوی په بشپړه توګه دا سیمه نیولې ده.

له دوشنبې ورځې راهیسې ددې هوایي ډګر د نیولو لپاره د حوثیانو منصور هادي او پخواني ولسمشر علی عبدالله صالح د پلویانو ترمنځ سخته نښته پیل شوه د را رسیدلو ریپوټونو له مخې د سعودي عربستان په مشری ایتلاف د منصور هادي د پلویانو په ملاتړ د پر حوثیانو بمبار کړی او ددې ډلې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اوړلې ده

دا هوایي ډګر د د عدن ښآر په شپیته کیلو متری کې پروت دی او مخکې له دې هم امریکایي ځواکونو له دې هوایي ډګره کار اخستی دی خو مخکې له دې چې د مارچ په میاشت کې حوثیان پرمختګ وکړي دوی له دې هوایي ډګره ووتل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *