په کابل کي له ۲۰۰ ډير کسان د جنايي جرمنو په تور نيول شوي دي. د کابل امنيه قومندان (عبدالرحمن رحيمي) ويلي: دا کسان په تيرو دوه اونيو کي د وژنو، وسله والې غلې، اخلاقي جرايمو او دنشه يي توکيو په تور نيول شوی دی

په دې تیرو دوه اونیو کې ۲۰۵ کسان د بیلا بیلو جرایمو په تور نیول شوي دي. دا شمیره ددې ښکارندویي کوي چې په هیواد په ځانګړې توګه په پلازمینه کې د غلا او اخلاقي فساد کچه لوړه شوې ده. د کابل امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي ویلي: په تیرو دوه اونیو کې اوه څلویښت کسان په اخلاقي جرم، یو څلویښت د وسله والې غلې، ۳۳ تنه د نشه یي توکیو، ۲۱ قاتلین او نولس هغه کسان چې ټولنیز نظم یي له ګډو وډی سره مخ کولو نیول شوي دي. د ښاغلي رحیمي په وینا: په دې موده کې هغه کسان چې پوځي جامې، وسلې، چړې او بکس پنجې یې پلورلې هم نیول شوي. له دې سره دوی ویلي یو شمیر ترهګر له چاودیدونکو توکو او نښلونکو بمونو سره نیول شوي دي.

همدارنګه ښاغلي رحیمي ویلي: د کابل ښار د ښه امنیت لپاره ښار ته په راتلونکو کسانو ځارنې بدلون کړی او دا بدلون له تکنالوژی سره مل دی.

د کابل امنیه قومندان ویلي: له دې وروسته به د ملا عمر د مړینې په تړاو د غمزې مراسمو تر سره کولو ته اجازه ورنکړل شي. اجرایي   او دملي امنیت ریاست هم ویلي: له دې وروسته ددې ډول مراسمو تر سره کولو ته اجازه نه ورکوي او هغه کسان چې په دې ډول کړنو لاس پورې کوي د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *