پر ترکيي سرتيرو په ځانمرگي بريد کې ۳۲ سرتيرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده

د ترکيي دولت ددي بريد مسولين کردان ښودلي ويلي يي دي، په دي بريد کي دوه سرتيري وژل شوي او له شلو ډير نور ټپيان دي

بله خوا د سوريې کردانو ويلي ترکيي ددوی پر مرکزونو بريد کړی دی

د ترکیې رسنیو د ریپوټونو له مخې، یوه ځانمرګي بریدګر په ټراکټور کې چاویدونکي توکي ځای پر کړي او د پولیسو پر یوې پوستې یې برید کړی، چې له امله یي لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو دیرش نور ټپیان دي. روغتیایي سرچینو د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودلی دی، دې سرچینې ویلي: په دې برید کې له دوه ټنه چاودیدونکو توکو کار اخستل شوی چې د پې کې کې له لوري تر سره شوی دی.

دوی ویلي دا لومړی ځل دی چې ترکیې کردان په دې ډول بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي. د ترکیې پوځ وایي: په تیرو نهو ورځو کې د کردانو پر مرکزونو بریدونه شوي دا بریدونه د ترکیې او سوریې په خاوره کې شوي دي. همدرانګه د ترکیې د ترکیې په سویل ختیځ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې یو سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

همدارنګه د سوريي کردانو ويلي له دي سره چي د ترکيي او پي کي کي ترمنخ په شخرو کي يي د بي پلويتوب اعلان کري خو بيا هم د ترکيي له لوري ددوي پر مرکزونو هوايي بريدونه شوي دي دوي د يوي خبر پاني په خپرولو سره د داعش پر وراندي   له ايتلافه غوشتي ترخو د ترکيي له لوري د بريدونو په هکله خپل روشانه دريخ اعلان کري

دوي ويلي د ترکيي دا بريدونه ناوره پايلي له خان سره لري چي مسول به يي د ترکيي دولت وي

ترکيي له تيري اوني راهيسي د کردانو پر وراندي عمليات پيل کري ناتو او امريکا هم له ترکيي ملاتر کري ويلي يي دي دا هيواد له خانه د دفاع حق لري

پر کردانو د ترکيي يواخي د تيري ورخي په بريد کي لس کسان وژل شوي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *