ملگرو ملتونو په يمن کي د اوربند پر ناکامۍ خواشيني څرگنده کړې ده. له دې سره پر يمن د سعودي عربستان د بريدونو په لړ کي د ملگرو ملتونو يو شمير بنسټونو ويلي: په تيرو دوه اونيو کي د هوايي بريدونو له کبله نږدې يو سل پنخوس ملکي کسان وژل شوي او دوه سوه څلور ويشت نور ټپيان دي

پر یمن د سعودي عربستان په بریدونو کې چې د مارچ میاشتې له شپږ ویشتمې نیټې راهیسې دوام لري په لړ کې یي تیره ورځ په صنعا کې د خلکو کورونه او یو سوداګریز مرکز په نښه شوی چې په ترځ کې یې لس کسان وژل شوي دي. له دې سره د عربستان په مشری ایتلاف د عدن ښار سخت بمبار کړی او ددې هوایي بریدونو په ملتیا د منصور هادي پلویانو وکولای شول د عدن ښار هوایي ډګر واک تر لاسه کړي.

همدارنګه ملګرو ملتونو په یمن کې د اوربند پر ناکامۍ خواشیني ښودلې ده. ملګرو ملتونو تیره جمعه د دواړو خواوو ترمنځ له خبرو وروسته په یمن کې اوربند اعلان کړخو ځو ساعته وروسته له دې اوربنده د ایتلاف له لوري سرغړونه وشوده او سعودي عربستان اعلان وکړچې اوربند دوی ته دمنلو وړ نه دی. ملګرو ملتونو ویلي له دوه اونیو راهیسې د ایتلاف په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه یو سل پنځوس کسان وژل شوي او دوه سوه ځلور ویشت نور ټبیان دي

له دې سره نړیوال روغتیایي سازمان ویلي: له ورځینیو هځو ور وسته په دې بریالی شوي ترځو د مرستو یو کځوره تر عدن ښاره ورسوي خو د نښتو له امله تر اوسه په دې د مرستو په ویشلو بریالي شوي نه دي. د خوړو نړیوالې ادارې هم ویلي: د ځلویښټو لارو په اندازه یي د مرستو یو کاروان تر عدن ښاره رسولی دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *