ننګرهار كې ۲۳ وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول

په ننګرهار کې د دوو قومندانانو په مشرۍ یوه ۲۳ کسیزه وسله واله ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه او خپلې وسلې یې هم دولت ته ورکړې.

چارواکي وايي، یادو وسله والو تردې وړاندې د جلال اباد – تورخم لویې لارې په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې.

د ننګرهار د سولې ولایتي کمېټې مشر ملک نظیر د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې د قومندان زرمت او قوماندان زرین په مشرۍ دغو ۲۳ تنو تر دې وړاندې د ننګرهار په غني خیلو، مومند درې ، نازیانو ، اچین، بټي کوټ او د جلال اباد – تورخم لویې لارې په اوږدو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې.

ملک نظیر وویل، یادو وسله والو خپلې ۲۳ میله بېلابېل ډوله وسلې هم دولت ته په واک کې ورکړ.

د ننګرهار والي د یادو کسانو د یو ځای کېدو پرمهال په ټولو دولت مخالفو وسله والو غږ وکړ، چې د سولې له بهیر سره یوځای او جګړې څخه لاس واخلي.

هغه زیاته کړه، تازه یوځای شویو وسله والو ته به تر شپږو میاشتو معاشونه ورکړل شي او دغه راز به ورته د کاري زمینې برابروالي کې هم مرسته وکړي.

د یو ځای شویو وسله والو یوه قوماندان زرین وویل، چې شاوخوا پنځه کاله یې د دولت پر ضد ټوپک په اوږه ګرځولی؛ خو نور يې ځکه دغه چاره پرېښوده، چې له حقیقته خبر شول.

چارواکي وايي، د تازه یوځای شویو وسله والو په ګډون د سولې د بهیر له پيله تراوسه په ننګرهار کې ۵۸۷ وسله وال له دغه بهیر سره یوځای شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *