د عراق لومړي وزیر له داعش سره د مبارزې په موخه د مرستې غوښټنه وکړه
حیدرالعبادي د امریکا له ولسمشر سره په جرمني کې وکتل. هغه د ولسمشر اوباما سره موافقه درلوده چې نورو اقداماتو ته ضرورت شته.
حیدرالعبادي وویل چې «سوریې او عراق ته د بهرنیو وسله والو ورتګ د لا ډیرې وینې تویدو، تباهۍ، او د بې ګناه خلګو د وژل کیدو سبب ګرځي.»
صدراعظم العبادي په ایتلاف غږ وکړ چې د عراق سره مرسته وکړي تر څو د اسلامي دولت د ډلې لخوا د تیلو د قاچاق مخه ونیسي.
په واشنګټن کې، سناتور جان مکېن وویل چې هغه غواړي وګوري چې امریکا یوه داسې ستراتیژي ولري چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد د جګړې لپاره عراق ته پلي ځواکونه واستوي