د خوست په یوه جومات کې چاودنه شوې
د خوست ولايت په مرکزي جامع جومات کې د چاودنې له امله د درېيو زده کوونکو په ګډون يو شمیر کسان ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه د غبرګولي په ٥مه، د غرمې شاوخوا دوولس بجې شوې ده.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وويل چې په دې چاودنه کې دوه زده کوونکي او دوه لويان ټپيان شوي دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وباله او ويې ويل چې روغتون ته لیږدول شوي دي.
خو ددې ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې وويل چې په دې چاودنه کې د درېيو زده کوونکو په ګډون ٨ تنه ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، د چاودنې موخه ددې ولايت د حج او اوقافو رييس و، هغه د چاودنې پر مهال په جومات کې و، خو له چاودنې روغ وتلى دى.
سرچينه وايي، چې پخوا د حج او اوقافو رياست په دې جومات کې و، خو په دې وروستيو کې له دې ځايه لېږدول شوى دى.
عيني شاهدان وايي چې چاودنه د جومات په چمن کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې ده.
د سميع الله په نامه د پیښې يوه عيني شاهد وويل چې د غرمې په دوولسو بجو ښوونځي رخصتيږي او يو شمېر زده کوونکي له دې جومات څخه تیريږي.