د عراق رومادي ښار به دير ژر له داعش وسله والو پاک کړل شي

حيدر عبادي له دي سره د ترهگری پر وړاندې د مبارزي په موخه له نړيوالي ټولنې د مرستي غوښتنه کړې ويلي يي دي، د خليج ځيني هيوادونو له دي سره چي د داعش له لوري گواښل کيږي خو پر وړاندي يي کوم گام نه دي پورته کړی.

د عراق لومړي وزیر(حیدرعبادي) ویلي: ترهګر د سوریې له خاورې عراق ته د ننه شوي او په جګړو کې له نویو تکتیکونو کار اخلي. عبادي له رومادي ښآر څخه د د اعش وسله والو د ایستلو په هکله ویلي، دا ښار به تر راتلونکو څو ورځو له داعش څخه پاک کړل شي.

د عراق لومړي وزیر د امریکا دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون چې ویلي یي دي، عراقي ځواکونه د داعش پر وړاندې د جګړې کلک هوډ نلري، د تعجب وړ ښودلې ویلي یي دي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې د هغه ناسمو مالوماتو له مخې دي کوم چې ده ته ورکړل شوي.

د ا مریکا دفاع وزیر د عراق پوځ تورن کړی چې له داعش سره د جګړې هوډ نلري او په داسې حال کې چې په رومادي ښآر کې د وسله والو په پرتله د پوځیان شمیره لوړه وه خو بیا هم دوی له دی ښاره شاتګ کړی دی.

کارتر ویلي: حالات ډیر کړکیچن دي، ځکه مونږ کولای شو له عراقي سرتیرو سره د وسلې او روزنې مرسته وکړو خو نشو کولای چې دوی ته د جګړې هوډ ورکړو.

حیدر عبادي ویلي: له داعش سره په جګړه کې عراقي ځواکونه د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. ده ویلي یو شمیر خلیج هیوادونه له دې سره چې د داعش له ګواښ سره مخ دي خو ددې ډلې پر وړاندې یي کوم ګام نه دی پورته کړی. عبادي له رومادي ښآر څخه لسګونه زره کسانو کډوالی ته په نغوتې سره دا یوه لویه ستونزه ښودلې ده، خو ژمنه یي کړې چې دا کسان به ډیر ژر خپلو کورونو ته ور وګرځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *