المسیره ټلویزیونې شبکې د نسکورې شوې الوتکې انځورونه خپاره کړل

همدارنګه پر حوثیانو تړلې المسیره ټلویزیونې شبکې د ایتلاف یوې نسکورې شوې الوتکې انځورونه خپاره کړې. د حوثیانو غورځنګ ویلي، د یمنیانو ستونزو ته د رسیدو لپاره پنځه ورځینی اوربند بسنه نکوي او باید دا نیټه وغځول شي.

د ملګرو ملتونو له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف او د حوثیانو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ په اوه اونیزو نښتو کې ډيری ستونزې رامنځ ته شوې او ډير خلک د سوند توکیو او خوړو له سخت کمښت سره مخ شوي دي.

هوایي کرښې، ځمکنۍ او سمندري لارې د ایتلاف په واک کې دي او هیځ یوې الوتکې او بیړۍ ته، یمن ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *