د اوباما له خوا د بلنې له مخې په ناسته کې عمان اوبحرین هم ګډون نکوي

د امريکا او عربو په ناسته کي د عربستان د شاه له نه گډون وروسته د بحرين او عمان پادشاهانو په دي غونډه کي له گډونه ډډه کړې ده

په دي ناسته کي چي ټاکل شوېتر څو راتلونکو ورڅو پيل شي اوباما به عربو هيوادونو ته د ايران اټومي پلان په هکله ډاډگيرنه ورکړي

د عربستان پادشاه(ملک سلمان) له هغه اعلان وروسته چې د امریکا او عربي ملګرو هیوادونو ترمنځ یې په ناسته کې له ګډونه ډډه کړې. د اماراتو، بحرین او عمان هیوادونو مشرانو هم ویلي، چې په دې ناسته کې ګډون نکوي. دا ناسته به د ډیویډ په په پنډغالي کې د بارک او باما په غوښتنه تر راتلونکو څو ورځو په لار ه واچول شي او ویل کیږي چې ددې غونډې د تر سره کیدو موخه عربي هیوادونو ته د ا یران اټومي پلان په هکله ډآډګیرنه ده.

مخکې له دې ویل شوې وو چې د ډیویډ د پنډغالي په غونډه کې به عربي مشران ګډون کوي، خو له کویټ او قطر هیوادونو پرته ټولو عربي هیوادونو ویلي چې په دې ناسته کې به ولیعدان ګډون وکړي. کار پوهان په دې آند دي چې د ډیویډ پنډغالي په ناسته کې له ګډونه د عربي هیوادونو ډډه کول، د اټومي پلان په هکله د ا مریکا او ایران ترمنځ له هوکړې سره د مخالفت ښکارندویي کوي. خو سعودي عربستان ویلي، ددې هیواد واکمن په یمن کې د پنځه ورځينې اوربند له امله په دې غونډه کې ګډون نشي کولای او د سپینې ماڼۍ ویاند هم په دې هکله خبرې رد کړې دي. ده ویلي: ” زمونږ عربي شریکانو نه مخکې او نه هم وروسته د ډيویډ پنډغالي د غونډې په هکله څه نه دي ویلي، ځينې داسې څرګندونې شتون لري چې ریاض واشنګټن ته یو پیغام درلود که چیرې داسې ویي هیڅ ډول پیام نه دی تر لاسه شوی او د عربستان غبرګون هم مثبت وو”

ټاکل شوې د ډیویډ پنډغالي په ناسته کې د امریکا او عربي هیوادونو ترمنځ د ایران اټومي پلان اودواړو خواوو ترمنځ د اړیکو په هکله خبرې وشي ویل شوې چې د غونډې پر مهال به له امریکا سره د امنیتي تړون په هکله هم خبرې وشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *