د ملي امنيت سرتېرو په كاپيسا ولايت كې د يوه ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.

د ملي امنيت رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې ددغه رياست سرتېرو د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې يو كس چې هزارګل نومېږي، د کجل زوی دى او د کاپيسا ولايت د مرکز د کره تاز د کلي اوسېدونکی دی له يوه ځانمرګي واسکټ،۲ ميله کلاشينکوفونو، يو ميل تفنګچې۷عدده لاسي بمونو ۱۲ کيلوګرامه چاودېدونکو توکو، په سلګونو فيره ډول ډول مرميو او يوه اندازه پوځي توکو سره يو ځای نيول دى.

خبرپاڼه زياتوي چې د ملي امنيت سرتېرو د دغه توكو په نيولو سره د يوه ځانمرګي او وسله وال بريد مخه نيولې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *