په غزني ولایت کې د ناامنیو پر وړاندې لاریون تر سره شو

د غزني ولايت په لسگونه کسانو د لاريون په ترسره کولوسره ولسواليو ته د غځيدلو لارو پر ناامني نيوکه کړې او په د برخه کي يي حکومت په ناغيړۍ تورن کری دی

له دي سره دوي د مالستان ولسوالي څلور اوسيدونکو وژنه چي له برمتي وروسته وژل شوي غندلي او دايي يو ستر جنايت ښودلي دي

دوه اونۍ وړاندې د مالستان څلور اوسیدونکي چې د څآرویو لپاره اجرستان ولسوالی ته تللی وو د وسله والو له لوري تښتول شوي او په دوهمه شپه ي سرونه ور پرې کړي وو. د غزني ولایت ځینې غړیو په یوه غونډه کې په ګډون سره دا پیښه غندلې ده. له دې سره دې کسانو د امنیت په تینګښت کې حکومت پاتې ښودلی دی.

همدارنګه د غزني ولایت د سولې عالي شورا او د دیني عالمانو شورا د هیوادوالو ترمنځ د مخالفینو له لوري د چلوټو د را منځ ته کیدو په هکله خبرداری ورکړی او ددې ولایت له اوسیدونکو یي غوښتي ترڅو ددې دول چلوټو پر وړاندې له هوښیاریه کار واخلي.

د دې غونډې ګډنوالو د اجرستان ولسوالی له اوسیدونکو غوښتي ترڅو د سړې تښتونکو پر وړاندې پټه خوله پاتې نشي او د څلورو کسانو وژنکي د مالستان او اجرستان ولسوالیو دیني عالمانو ته وسپاري څو په خپله شرعي سزا وګوري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *