د اسرايلو په پلازمينه کي د لاريون پر مهال د پوليسو او لاريون کونکو ترمنځ په نښته کي لسگونه کسان ټپيان شوي دي

لاريون د ايتيوپيايي الاصله يهوديانو له لوري د پوليسو د دوه گوني چلند پر وړاندې په لاره اچول شوی وو

دا لاريون د اتيوپيايي الاصله يهوديانو له لوري په تل آويو کي د اسرايلي پوليسو د دوه گوني چلند پر وړاندې په لاره اچول شوي وو. لاریون کونکو له نورو اسرایلیانو سره د کډوالو د توپیر پر ضد شعارونه ورکول ویل یي: ” تبعیض بس دی او مونږ د پولیسو تاوتریخوالی او بې رحمي نشو زغملی.” په لړ کې دا لاریون په تاوتریخوالي واوښت او پولیسو د لاریون کونکو پر وړاندې له غږیزو بمونو، اوبو شیندونکو موټرو او اوښکې بهونکي غازو کار اخستی دی. د اسرایلي پولیسو په وینا په دې شخړو کې نږدې شپږ څلویښت کسان تپیان شوي دي. دا لاریون تیره شپه د اسرایلو په پلازمینه کې د پولیسو د تاوتریخولي له مخې چې ویډیو یي تیره اونۍ خپره شوه په لاره اچول شوی وو.

د پولیسو له لوري د یوه اتیوپیایي سرتیري وهل او ډوبلو ددې کډوالو قهر را وپاروه او ددوی شمیره په اسرایلو کې یوسل پنځه ویشتو زرو کسانو ته رسیږي او تیره پنجشنبه هم ددوی له لوری لاریونونه تر سره شوي وو. د اسرایلو لومړي وزیر د خلکو د قهر سړولو لپاره په خبرو کې ویلي: ډیر زر به د اتیوپیایي کډوالو له استازو او هغه سرتیري سره چې د اسرایلي پولیسو له لوري وهل شوی وګوري. دې کډوالو تل د اسرایلیانو له لوري په دوه ګوني چلند نیوکه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *