یمن ته د(منصورهادي) په پلویتوبه په سلګونه بهرني جنګیالي رسیدلي

د یمن سویلي عدن، تعز او مآرب ښارونو په ګډون په بیلا بیلو سیمو کې د حوثیانو او تښتیدلي ولسمشر منصور هادي د پلویانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

په یمن کې یوې پوځي سرچینې ویلي: په لسګونه بهرني وسله وال له حوثیانو سره د جګړې او د تښتیدلي ولسمشر منصور هادي په پلویتوب عدن ښار ته را رسیدلي. په عدن ښارکې د جګړې له امله په لسګونه زره کورنۍ کډوالی ته اړ شوي دي. تیره ورځ د بشر حقونو بنسټ هم ویلي، عربستان په دې سیمو کې له خوشه یي بمونو کار اخستی، له هغه بمونو چې د نړۍ یوسل شپاړسو هیوادونو یي کارول منع کړي دي ځکه چې ددې بمونو په کارولو سره ملکي کسانو ته تر ډيره زیان رسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *