په یمن کې اړین توکي د پای ته رسیدو په حال کې دي

پر يمن د سعودي عربستان په مشري د ايتلاف د بريدونو په دوام سره په دي هيواد کي اړين، په ځانگړې توگه خواړه د پاي ته رسيدو په حال کي دي

بله خوا په سويلي عدن ښار کي د حوثيانو او منصور هادي د پلويانو ترمنځ نښتې هم رواني دي

تیره ورخ دسعودي عربستان په مشری ایتلاف، یواځې په سویلي عدن ښار شل هوایي بریدونه کړي، پر نور لکه پر صنعا او مآرب ښارونو هم ورته بریدونه دوام لري.

سیمه ایزاوسیدونکي وایي: د ورځې په تیریدو سره په دې ښارونو کې د خوړو او سوند توکي د کمښت په حال کې دي او که چیرې دې سیمو ته د یادو توکیو د رالیږدلو لپاره لاره هواره نشی، تر راتلونکو څو ورځو به ډوډۍ پخلنځایونه او د تیلو ټانکونه هم وتړل شي.

د صالح حسین په نامه د صنعا یوه اوسیدونکي ویلي: ” مونږ د غازو، پطرولو،ډیزلو، اوړو او اوبو له سخت کمښت سره مخ یو او تاسو د ډوډۍ په پخلنځایونو کې د خلکو اوږدې لیکې وینئ.”  د صنعا نورو اوسیدونکو هم خبرداری ورکړی چې په دې ښآر کې ټول اړین توکي د خلاصون په حال کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *