ولسي جرگي ته نن د ناامنيو د ديرښت په تړاو امنيتي مسولين ورغوښتل شوي وو

استجوابيه ناسته د تړلو ورونو تر شا او له رسنيو پرته تر سره شوه خو د ولسي جرگي غړي قانع نه شول وويل، د امينتي مسولينو په څرگندونو کي کومې نوې خبرې شتون نه درلود

د هیواد په شمال کې د ناامنیو دیرښت او له امریکا سره لاسلیک شوی امنیتي تړون، هغه دوې موضعګانې وي چې امنیتي مسولین یي ولسي جرګې ورتګ ته اړ کړل. استازو له مسولینو وغوښتل ترڅو ولسي جرګې ته روښانه ځواب ورکړي، او دا ناسته د رسنیو له لیده لرې تر سره شوه خو ددې سري یا ځانګړې ناستې په پآی کې هم استازو وویل، له امنیتي مسولینو یي کومه نوې خبره نده اوریدلي او ددوی قناعت نه دی تر لاسه شوی.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي په ناامنیو کې د حکومت لوړ پوړي چارواکي په لاس لرلو تورنوي وایي: په شمال کې د وسله والو سنبالښت، دوی ته د وسلو ورکړه او ددوی لارښونه یو شمیر حکومتي چارواکي کوي او امنیتي مسولینو په دې هکله ولسي جرګې ته روښانه ځواب نه دی ورکړی، حتی تر دې چې ځینو یي له خپلو مخکینیو ځرګندونو شاتګ کړی دی. امنیتي مسولینو دا ځل هم اسلام آباد په نښه کړوویل: پآکستان هیڅ ډول بدلون نه دي کړی او نه یي هم په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته کړې ده.

د ولسي جرګې غړیو وویل، د هوایي ځواکونو نیمګړتیا، د بهرنیو ځواکونو وتل او د مخالفینو د بودیجې ډيرښت د ناامنیو اصلي لاملونه شمیرل کیږي.

ظاهر قدیر زیاته کړ: دا بودیجه د نشه یی توکیو له کر، قاچاقو او د هلمند ولایت له کانونو څخه دوی ته رسیدلې. رسنۍ په دې هکله د امینتي مسولینو د نظر په تر لاسه کولو کې پاتې راغلې او دوی له استجوابیې وروسته رسنیو ته له د مالوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *