د ۳۱ تښتول شویو مسافرو د لټون لپاره عملیات پیل شوي دي
د ۳۱ تښتول شویو مسافرو د لټون لپاره عملیات پیل شوي دي
د افغانستان دفاع وزارت وايي د یودېرش تښتول شویو افغان مسافرو د لټون لپاره په غزني او زابل ولایتونو کې یو لړ عملیات پیل کړي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري نن وویل چې د بدر په نوم په عملیاتو کې چې هدف یې د یودېرشو افغانانو بېرته خلاصون دی تر اوسه ګڼ شمیر وسله والو مخالفینو ته مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم حکومتي چارواکي د دغو یو دېرشو افغانانو د خلاصون په اړه چې شاوخوا دوه میاشت مخکې د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې تښتول شوي و د هڅو خبره کوي خو ولسي جرګه په دې برخه کې حکومت په ناغیړۍ تورنوي.