له امريکا سره امنيتي تړون نن هم د ولسي جرگي د غونډې موضع وه

تيره اونۍ ددي جرگي ريس ويلي وو، امنيتي مسولين ځواب ويلو لپاره ورغواړي او ددوی له ځرگندوو وروسته به ولسي جرگه ددي تړون په هکله پريکړه کوي

عبدالروف ابراهيمي ويلي، د هيواد شمالي ولایتونه په شمالي وزيرستان اوښتي او يو شمير ولايتونه د له لاسه وتلو له گواښ سره مخ دي

نن هم د هيواد په بيلا بيلو برخو کي د ناامنيو له امله پر امنيتي تړون نيوکه وشوه، د ولسي جرګې غړیو وویل: امینتي تړون سوه نه ده رامنځ ته کړې او باید پرې بیا کتنه وشي.

د روان کال له پیله د وسله والو مخالفینو بریدونه ډير شوي او ددوی له لوري د نویو عملیاتو پیل اعلان هم شوی دی او د هیواد امنیتي ځواکونه اوس مهال د هیواد په نهو ولایتونو کې به   جګړه بوخت دي.

د ناامنۍ ډيرښت ولسي جرګه اندیښمنه کړې او د خلکو استازي وایي، په شمال کې ځينې ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د هیواد له سویله په شمال کې د وسله والو مخالفینو ځای پر ځای کول ساری نلري په تیرو دیارلسو کلونو کې نه دي لیدل شوي چې په شمال کې وسله والو مخالفینو دولت ته ګواښ پیښ کړی وي خو په روان کال کې دا سیمه هم له ناامنی سره مخ شوي ده

د ملي یوالي حکومت له رامنځ ته کیدو سره سم ولسمشر په بیړه له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او ولسي جرګې یې په تصویب کې ورته ګام پورته کړ.

ددې بیړې اصلي لامل د امنیت ټینګښت و. خو تر اوو میاشتو نه یواځې چې دې تړون د امنیت په ټینګښت کې مرسته ونکړه بلکې نیم بنده امنیت یي هم له منځه یوړ. ځینې استازي په وروستیو ناامنیو نیوکه کوي او پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې ریس وویل: له امریکا سره مو امنیتي تړون د ځینې مصلحتونو له مخې لاسلیک کړ چې تر اوسه یي هیڅ ګټه نه ده رسولې. ټاکل شوې ولسي جرګه د امنیت په هکله بحث وکړي او له امریکا سره پر امینتي تړون ځانګړی پلان رامنځ ته کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *