عربي ګډ ځواکونه رامنځ ته کیږي
د عربي هيوادنونو ستر دريستزانو د قاهري په خپله لومړنۍ ناسته کي د گډعربي ځواک پر رامنځ ته کولو خبري کړې دي. د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د گډ عربي ځواک رامنځ ته کول، تيره مياشت د عربي ټولنې له لوري تصويب شول.
د عربي ټولنې د غړیو هیوادونو ستر درستیزانو د قاهرې په خپله لومړنۍ ناسته کې ددې ځواکونو د رامنځ ته کولو په څرنګوالي، فعالیت بودیجې او ځینې نورو مسایلو خبرې کړې دي. ددې ځواکونو د رامنځ ته کولو وړاندیز تیره میاشت د عربي ټولنې له لوري تصویب شو چې موخه یي د ترهګری پر وړاندې مبارزه ښودل شوې ده. له دې سره چې دا ډله به د داعش په څير له وسله والو سره مبارزه کوي د بشر دوستانه په عملیاتو کې به هم ګډون ولري. د عربي ټولنې مشر نبیل العربي ویلي: ” غواړم دا په ډګه کړم چې ددې عربي ځواکونو جوړښت د یوه هیواد پر وړاندې د ایتلاف په مانان نه دی بلکې ددې ځواکونو د ر امنځ ته کولو موخه په عربي هیوادونو کې د سولې او امنیت ټینګښت ده. دا ځ واکونه به په عربي هیوادونو کې د بشر دوستی او پوځي میکانیزم رامنځ ته کونکي وي چې د ملګرو ملتونو او د عربي تولنې د پریکړو له مخې به ګام پورته کوي.”
د عربي ټولنې چارواکي وایي: د سیمې په ځینو هیوادونو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو فعالیت ډیر شوی چې د سیمې او نړۍ امنیت یي له ګواښ سره مخ کړی دی. اوس مهال د داعش، القاعدې او النصري ډلې په سوریه، عراق، لیبیا، مصر او یمن کې فعالیت لري او که چیرې ددې ډلو د ځپلو لپاره اړین ګامونه پورته نکړل شي نو پاتې نور عربي هیوادونه به هم له ورته ستونزې سره مخ شي.