په کابل کي د افغانستان او ترکيې پنځم نندراتون پرانستل شو. په دي نندارتون کې اويا افغاني او ترکيي شرکتونو خپل توليدات ننداري ته وړاندې کړې دي

په دي نندارتون کي ودانيز خوراکي توکي، کوچونه، جامي، وچه ميوه او کورني برښنايي توکي ننداري ته وړاندې شوي دي

په کابل کې د افغاني او ترکي تولیداتو نندارتون

په دې نندارتون کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پرمختیا او د خپلو تولیداتو لپاره د بازار موندې په موخه پرانستل شوی، پکې د ۳۴ ترکي او ۲۶ افغاني شرکتونو وروستي تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي.

د مالوماتو له مخې ترکیه اوس مهال په افغانستان کې له لویو پانګوالو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. دې هیواد له ۲۰۰۲ تر اوسه افغانستان دوله اعشاریه اته میلیارده ډالره صادرات درلودل خو دې هیواد ته د افغاني صادراتو کچه تر ډيره ټیته وه. مرمر ډبرې. غالی او وچه میوه له افغانستان څخه ترکیې ته له صادریدونکو توکو څخه شمیرل کیږي چې کلنی ارزښت یي ۳۶ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

په همدي توګه د سوداګری او صنایع خونه افغان سوداګرو ته د ترکیې سفارت له لوري د ویزې پر ورکړې د نیوکې ترڅنګ له افغان حکومت څخه غواړي ترڅو د لارجورد لاره ژر تر ژره پرانیزي. دا لاره د آقینې بندر له ترکمنستان سره نښلوي او د افغانستان د ترانزیت لپاره به ډيرې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د ویلو وړ ده چې د افغان ترک په څلورم نندارتون کې، چې تیر کال تر سره شو ۶۵ افغاني او ترکې شرکتونو ګډون درلود او دیرشو زرو کسانو ترې لیدنه کړې وه. د وړاند وینو له مخې په روان کال کې له له دې نندارتونه ډیری کسان لیدنه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *