له اويا سلني ډير هيوادوال نالوستې دي

په کابل کي د نالوستي په ملي کنفرانس کي، د بيسوادری پر لوړې کچي نيوکه وشوه. د غوندې گډونوالو وويل: ترهغي به په هيواد کي د نالوستۍ کچه لوړه وي ترڅو چي په هيواد کي زده کړه په ځواکمن کلتور وا نه وړي

د سواد زدکړې ملي کنفرانس وینا والو وویل: د ټولو ستونزو جرړې له نالوستۍ سره تړلې دي. دوی زیاته کړې، د اسلام لومړنۍ پیام لوستولو ته را بلل دی او باید دا پیام د خلکو او حکومت په کاري لومړیتوبونو کې وي.

په دې کنفرانس کې وویل شول، چې په هیواد کې د لیک لوست کچې د لوړوالي لارې د متخصصو ښونکیو روزنه، ورځینۍ درسي پلان، له د مدرنه زدکړې نظام وده، په زدکړه کې د پرمختګونو خپلول، د تعلیمي بنسټونو سمون او د ستاینلیکونو ورکړه دي.

په دې مراسمو کې د ولسمشر مرستیال وویل: د پوهنې وزارت له لوري د لیک لوست پنځه کلن پلان په پلي کیدو سره هیله مندی چې تر دوزره شلمه د با سواده کسانو کچه شپیته سلنې ته ورسیږي. د مالوماتو له مخې، په هیواد کې اتیا سلنه میرمنی او پنځوس سلنه نارینه چې د ډيریو عمرونه یي ډیر دي نالوستې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *